اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د پاك۔ترك اعلٰی كچ ملټري ډائيلاګ ډلې غونډه د شورو په ورځ په انقره كښې وشوه۔د تركيې دوهم چيف آف جنرل سټاف جنرال امت دندار د تركيې پلاوي او د دفاع سېكتر لېفټيننټ جنرال(ر)ضمير الحسن د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔د غونډې په مهال دواړو پلاويو په پوځي تربيتي تعليم٬دفاعي صنعتي مرسته٬سيمه ايزې سلامتيا او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ٬په خاص توګه د افغانستان او مينځني ختيز په وضعه بحث وكړو۔د غونډې څخه وړاندې لېفټيننټ جنرال(ر)ضمير الحسن د تركيې وسله وال ځواك مشر جنرال هولوسي آكار ??ره ملاقات كړې۔د خب??و اترو په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د دفاع سېكتر د تركيې د قامي دفاع وزير او د دفاعي صنعت ا??ډر سېكتر ??ره هم ملاقات كړې۔ډلې د دفاع او سلامتيا په اړه مرسته زياتولو ته سلا شوي۔د اېچ اېل اېم ډي جي راروان?? غونډه به سږ كال پاكستان كښې كېږي