سرين??ر 01 اپرېل (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپل?? رياستي ترهګرې په روانو عملياتو كښې د مارچ په مياشت كښې د يوې مېرمنې او د يو كم عمر هلك پشمول 29 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي۔ په دې كښې څلور ځوانان په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړے شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې ل??وا جا??ي شوي راپور له مخې هندي ځواكونو د تېرې مياشتې په مهال 198 وګړي ژوبل كړي او د حريت مشرانو او كاركنانو پشمول ئې 117 وګړي نيولي دي۔ هندي ځواكونو په دې موده كښې 35 كورونه تباه كړي دي او د 15 كشميري مېرم??و ئې بې حرمتي كړې۔ له بلې ??وا هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې د اتوار په ورځ په اسلام آباد او شوپيا ضلعو كښې 8 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ خلقو د دې پېښې په ضد احتجاج پېل كړے۔