مانسهره 06 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ قائد پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د هېواد نه مو د ترهګرې او لوډشېنډنګ خاتمه كړې٬ په راتلونكو ټولټاكنو كښ?? به د اولس په طاقت سره عمران او زرداري ته ماتې وركوو٬ سازشونه كوونكي به ناكام او نامراد وي۔ د عمران په قسمت كښ?? يوازې دهرنې دي٬ مانسهره او هزاره ډېره زر د نړيوالې منډئې مركز جوړېدونكې دے۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په مانسهره كښ?? اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ غونډې ته د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي٬ وفاقي وزير سردار محم?? يوسف٬ مريم نواز٬ د قومي اسمبلۍ غړي كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر٬ بابر نواز خان٬ د صوبائي اسمبلې غړو سردار محمد ظهور او ميا ضيا الرحمان هم وېنا وكړه۔ محمد نواز شريف ووئيل چې په كال 2013م كښ?? په هېواد كښ?? ترهګري وه٬ هره ورځ 22 ساعته لوډشېډنګ وو۔ ??ه په پنځ?? كلونو كښ?? ترهګري او لوډشېنډنګ ختم كړو او د هېواد معيشت ئې بهتر كړو۔ ?? 10 زره مېګاواټه برېښنا پروژې ترسره كړې شوې او په هېواد كښ?? تيارې ختم كړې شوې۔ ده ووئيل چې هغه د لاهور په د سړك د لارې مانسهرې ته راغلو۔ ??ه د اسلام آباد نه تر برهان او د برهان نه تر شاه مقصود نوې پاكستان ولېدو خو د حوېليا نه تر مانسهره ئې يوازې ډېرانونه وليدل۔ ده ووئيل چې په پنجاب كښ?? شهباز شريف په كاركردګۍ نوې پاكستان په نظر راځي۔ ده ووئيل چې د دهرنا خان د دهرنو له امله د چينائي اولس مشر دوره وځنډېده او د دې له امله د چين او پاكستان د اقتصادي لارې پروژه تاخير سره مخ شوه۔ ده ووئيل چې خوږ وطن ?? يو څو كسانو جاګير نه دے٬ دا د 22 كروړه اولس پاكستان دے۔ د نوي پاكستان دعوې كوونكي دې پنجاب ته لاړ شي٬ نوې پاكستان جوړ شوے۔ ده د وفاقي وزير سردار محم?? يوسف كاركردګي ستائيلو سره ووئيل چې ده په ريښتينې معنٰي د حاجيانو خدمت كړے۔ د پيپلز ګوند د دور د مذهبي چارو وفاقي وزير حاجيان لوټلي وو۔ نواز شريف ووئيل چې د اولس په طاقت سره به په راتلونكو ټولټاكنو كښ?? كاميابي ترلاسه كوو او د آشيانه سكيم د لارې به غريب اولس ته چت وركوو۔ ??ې روزګاره ځوانانو ته به روزګار وركوو۔ ?? عدل داسې نظام به رواړو چې پكښې به اولس په اونيو كښ?? انصاف ترلاسه كړي۔