ګلګت۔ 26 مئی (اے پی پی) ?? ګلګت بلتستان نړيوال حېثيت او د كشمير مسئلې په تناظر كښې د سيمې په اړه اوسنې ګوررننس آرډر 2018 يو مه?? پېشرفت دے۔ ډرافت تيارونكي او په دې كار كوؤنكي ټول كسان د مباركۍ مستحق دي۔ احتجاج كوؤنكي د شمېر څو كسان دي اولس دې احتجاج سره هېڅ تعلق نه لري۔ددې خيالاتو څرګندونه نوموړي سياسي او سماجي لارښود حاجی عبدالعزیز اے پی پی سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل مج??زه ګوررننس آرډر 2018 ګلګت بلتستان لپاره يو مه?? پېشرفت دے۔ 70 كاله وروستو مونږ هغه دائره كښې راغلې يوو كومه چې د پاكستاني شهريت برابر ده۔ د پاكستان مسلم ليګ لارښود حاجي قاسم اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې كشمير سره د تړلې كېدو په سوب ګلګت بلتستان يو بېل انتظامي يونټ يا صوب?? جوړېدې نه شي ځكه د ګورننس آرډر 2018 اج??اء سيمې لپاره ډېره مه??ه ده