اسلام آباد 20 جون (اے پي پي)لنډمهاله داخله وزير محمد اعظم خان د موسمياتي بدلونونو له امله په پېښو ستونزو قابو موندلو لپاره د نړيوالو ادارو په مرسته كوټلې لائحه وضع كولو په حاجت زور راوړلو سره و??يل?? دي پاکستان د قدرتي آفاتونو د خطرو په ښه ډول مخنيوي له په هلو ځلو كښې خپل كردار لوبولو له چمتو دے۔ لنډ مهاله داخله وزير دا خبر د شورو په ورځ د اېن ډي اېم اے تر سېوري لاندې د ناګهاني آفتونو مخنيوي له د تګلارې او تجربو پحقله نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال عمر محمود حیات او د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام (يو اېن ډي پي) كنټرم ډائرېكټر هم وېنا وكړه۔ داخله وزير ووئيل پاكستان د آفتونو خطرو سره د مخ شوي انسانيت خدمات له د خپل كردار لوبولو لپاره عزم لري او د آفتونو خطرو كښې كمي سره سره د آفتونو انتطام لپاره د هڅو كوونكو ادارو مضبوطيا لپاره هم مرستې له چمتو دے۔ داخله وزير ووئيل پاكستان ته د قدرتي آفتونو له مخې ډېر زيان رسېدلې خو اوس د خپلو تجربو څخه د زده كړې نه پس د صورتحال مخنيوي جوګه شوې دے۔ د?? ووئيل حكومت د آفتونو خطرې كمولو لپاره د اېن ډي اېم اے د مرستې عزم لري۔ داخله وزير په دې ل?? كښې د مهم كفرنس په كولو د اېن ډي اېم اے ستائنه كولو سره ووئيل ډېزاسټر مېنجمنټ د پاكستان ترجيح ده او په دې ل?? كښې قائدانه كردار تر سره كولو لپاره مېكنزم جوړولې شي۔ د?? ووئيل پاكستان د قدرتي آفتونو د انتظام په ل?? كښې ځاڼګرې پېشرفت كړے دے