ملګري مل??ون?? ۔ 10 جولائی (اے پی پی) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغوي بايد مقبوضه كشمير ٬ فلسطين ٬ ميانمار او د يمن پشمول په ګرده نړۍ كښې جنګ ځپلې او غېر ملكي تسلط سره د مخ سيمو كوچينانو تحفظ لپاره كوټلې تګلاره جوړه كړي ۔ د ملګرو مل??ون?? سلام??ي كونسل كښې ” كوچنيان او وسلوالې شخړې”په سرخط د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو سره نړيواله اداره كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل مقبوضه کشمیر كښې كوچنيان هغه ظلمونو او ستونزو سره مخ دي كوم چې د بيانولو نه دي۔ دغلته د نړيوال قانون په لويه كچه خلاف ورزي كېږي چې له مخې ئې لوئې شمېر كوچنيان ځپلې شي او دا صورتحال د غندنې وړ دے۔ د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو مل??ون?? د هائي كمېشن تازه راپور ترمخه مقبوضه كشمير كښې د 18 كالو څخه كم عمره ماشومان تش د نامې پبلك سېفټي اېكټ تور قانون ترمخه نيولې ??و تشدد سره مخ كولې شي۔ مقبوضه كشمير ٬ فلسيطن او د يمن صورتحال نړيوالې ادارې څخه غوښتنه كوي چې هغه دې ځپليو سيمو كښې كوچنيانو ته تحفظ وركولو له د فعاله تګلارو لټون تند كړي۔ په دې اړ?? د شخړو مخنيوي ٬ د اوږدې مودې ستونزو هوارولو٬ د غېر ملكي قبضې ختمولو او د پائيدار امن لپاره ګامونه پورته كېدې شي۔ او دا بايد د سلام??ي كونسل وړومبۍ ترجيح وي۔ په دې مهال هندي استازي تن مايا لال په پاكستانۍ استازې د نړيوال فورم په ناوړه توګه د كارولو تور لګولو سره ووئيل په دې مهال د مقبوضه كشمير د صورتحال ذكر غېر متعلقه دے۔ هندي استازي بشري حقونو لپاره د ملګرو مل??ون?? د هائي كمېشن راپور په اړ?? ووئيل په دې مهال دا راپور بايد وړاندې كړې شوې نه وې۔ ده زياته كړه چې پاكستان د مقبوضه كشمير په معاملو كښې لاس وهنه كوي۔ ملګرو مل??ون?? كښې د پاكستاني مشن دوهم سېكتر جاوېد چټھه د هندي استازي ځواب كولو سره سلام??ي كونسل ته ووئيل هند د دې تورونو د لارې د خلقو ګمراه كولو هڅه كوي ولې چې په دې تورونو څوك هم باور نه لري۔ ده ووئيل هند هڅه كوي چې كشمير كښې د عامو وګړو په ضد په خپلو روانو خلاف ورزيو پرده واچوي۔ ده ووئيل هندي ځواكونو د خپلو كاروايو په مهال مقبوضه كشمير كښې 100 زره څخه زيات كشميريان وژلي دي۔ده غوښتنه وكړه سلام??ي كونسل دې په دې معامله د نړيوال ضمير په حېث خپل كردار ترسره كړي۔ په دې مهال د ملګرو مل??ون?? عهدېدار ورجينيا ګېمبا هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې رجحان ختمولو له په ګډه كار وكړي۔ د يونيسف مشر هنريټا ووئيل په نړۍ كښې هر څلورم ماشوم يا ماشومه جنګ يا تباھۍ سره مخ ده او د سلام??ي كونسل غړو هېوادونو له به د دې كوچنيانو د سباؤن په اړ?? سوچ كول وي