لا??ور 15 ستمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې د پاكستان ریلویز اووه واړو ډویژنو كښې په ر??لوے اسټیشنو د څښلو پاكو اوبو وركولو له د فلټریشن پلانټ لګولو پريكړه شو?? ٬ ??بلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه ر??لوے اسټیشنې به اپ ګریډ كولې شي ٬ په تجرباتی توګه يو يا دوه فریټ ټرینونه نجی څانګې له وركوو ٬ موهنجوداړو او روہی ای??سپ??یس اپ ګریډ ډ ریك سره چلولې كېږي،ریلوے كښې د 23 زره ملازمتونو اجازې اخستلو له مو وزیراعظم ته خواست كړې دې۔ ده د خالي په ورځ ریلوے هیډ كوارټر لا??ور كښې خبرې كنفرنس ته خطاب كولو ٬ په دې مهال د ريلوے نور افسران هم موجود ؤ ۔ شیخ رشید احمد ووئيل وزیراعظم عمران خان ته د ریلوے زمكې خرڅولو په اړه د آرډیننس راوړلو خواست شوې دې دغسې هغه په 15 ورځو كښې د ريلوے زمكې ریكارډ هم طلب كړې دې ٬ ده ووئيل د پاكستان ریلویز كښې سروسز لا ښه كولو له 10 زره ملازمتونو ته په سمدستي توګه اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې وزیر اعظم ته د 23 زره ملازمتونو اجازې اخستلو له خواست شوې دې ۔ شیخ رشید ووئيل په ر??لوے اسټیشنو به اولس او مسافرو له د څښلو پاكې اوبه وركولې شي ٬ په دې لړ كښې په 7 ډویژنو كښې په ر??لوے اسټیشنو فلټریشن پلانټس لګولو له د ټینډر طلب كولو پريكړه شوې ده ۔ ده ووئيل پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه د ریلوے اسټیشنو اپ ګریډېشن به كولې شي ۔ وفاقی وزیر ووئيل دریلوے روغتونونه د پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه نجی څانګې له آفر وركوو دغسې په دې لړ كښې آرمی میډیكل كور سره خبرې اترې روانې دي خو دې اقدام سره به د روغتونونو سټاف نه ځپلې كېږي ۔ ده ووئيل د ریلوے ملازمان د كال د 20 كروړه رژپو بهر څخه درملنې كوي ٬ دې سره به زيات بچت وشي ۔ شیخ رشید احمد ووئيل موہنجوداړو او روهی ای??سپ??یس اپ ګریډ ډ ریك سره چلولې كېږي ۔ ده ووئيل په فریټ فوكس كوو كوم چې د ریلوے لائف لائن د?? ٬ ??ه تجرباتی توګه يو يا دوه فریټ ټرینونه پرائیویټ سیكټر له وركوو٬ ده ووئيل په ټرینونو كښې به په 100 ورځو كښې وائی فائی او ټریكر لګولې شي دغسې ډير زر به د نوې ټرینوں زيرې اولس له وركړو۔دې نه پس د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د لا??ور ریلوے اسټیشن دورہ وكړه او د پينډۍ ای??سپ??یس ریك څارنه ئې وكړه ٬ شیخ رشید احمد ووئيل د پاكستان ریلویز د اړخه ښه كوچز تیار كړې شوې دي۔