نوښار 03 نومبر(اے پي پي)د ج??عيت علماﺀ اسلام (س)مشر مولانا سم??ع الحق د ج??ازې لمونځ د نوښار د اكوړه خټك سيمې په خوشحال خان ډګري كالج كښې ادا كړی شو او د دې نه پس په دارلعلوم حقانيه كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د مولانا سم??ع الحق د ج??ازې لمونځ د ده زوي مولان?? حامد الحق ولوستلو ا و بيا د خپل پلار مولانا عبدالحق په اړخ كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د مولانا سم??ع الحق د ج??ازې په لمونځ كښې د ټول هېواد څخه سياسي او مذهبي مشرانو او وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د ج??ازې په لمونځ كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬وزيراعلٰی محمود خان٬د ج??اعت اسلامي امير سراج الحق٬پخواني ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د عوامي نېشنل ګوند لنډ مهاله صدر غلام بلور٬د مسلم ليګ(ن)لارښود راجه ظفرالحق٬امير مقام٬لياقت بلوچ او سناتور مشتاق احمد خان پشمول د دارلعلوم حقانيه زده كونكو او نورو خلكو په لويه شمېره ګډون وكړو