لاهور 10 نومبر(اے پي پي) سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پاكستان څانګې پ?? چنائي كښې د نومبر په 10مه نېټه پېل كېدونكې د اېګزېكټو كونسل په 76مه درې ورځنې غونډه كښې ګډون په عېن وخت منسوخ كړو۔ د سارك چېمبر سينئر نائب صدر افتخار علي ملك مېډيا سره په خبرو كښې وئيلي دي چې پ?? غونډه كښې د ګډون نه كولو وجه د هند لخوا پرله پسې ?? پاكستان دښمني او په خاص توګه د سارك مشرانو د 19مې غونډې تباه كولو هڅه د??۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم جوړېدو نه پس په خپله وړومبې وېنا كښې د هند په اړه ?? پاكستان پاليسي واضحه شوې وه په كومه كښې چې وزيراعظم وئيلي وو چې كه هند د منطقې ?? پاتې طبقې پرمختګ او اړيكې معمول ته راوستلو لپاره يو قدم مخكښې راځي نو پاكستان به د??ه قدمونه ورشي خو د دې پ?? ځواب كښې د هند وزيراعظم نرېندر مودي د تكبر او منفي طرز عمل څرګندونه وكړه او دې سره اړيكې معمول ته د راوستلو هڅې آغېزمنې شوې۔ ده ووئيل چې هند ?? پاكستان د خېر سګالې جذبه ضائع كړه٬ د ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحكام د يو اړخيزه عمل د لارې ممكن نه وي۔ ده ووئيل چې هند منطقه وېشل غواړي۔ په كال 2016م كښې د سارك د مشرانو كنفرنس په پاكستان كښ?? كېدونكې و خو هند د دې بائيكاټ وكړو۔ دغسې پ?? كال 2018م كښې د سارك د مشرانو د كنفرنس هم هند بائيكاټ وكړو او منسوخ كړے شو۔ ده ووئيل چې د سارك هېوادونو لپاره يو قوي بنياد جوړول ډېر مهم دے٬ د دې نه بغېر د سوئيلي اسيا د اقتصادي يونين خوب تعبير نه شي موندلې۔