اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) وزیر??عظ?? عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د لاندينۍ طبقو تحفظ ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د غربت خاتمې لپاره به تفصيلي پروګرام اولس ته وړاندې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزير??عظ?? د زيارت په ورځ هېواد كښې د غربت خاتمې او ځوانانو له د عزت روزګاز وركولو پحقله د مهمې غونډه مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر ٬ د وزیر??عظ?? صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن، د وزیر??عظ?? خاص مرستيال افتخار دراني٬ د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر او نورو ګډون وكړو۔ د بې نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ډاکټر ثانیه نشتر وزیر??عظ?? له د غربت خاتمې او د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكو كورنيو له باعزته ورزګار وركولو په اړه د سباٶن په لائحه عمل تفصيلي بريفنګ وركړو۔ دې په دې موقع د بي آئي اېس پي په موجوده نظام كښې د سقم په خاص توګه حقدارو له د كېش ټرانسفر پحقله د پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ د سټنټډ ګروته پحقله د وزير??عظ?? وژن عملي كولو په لړ كښې د سباٶن په لائحه هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزیر??عظ?? ووئيل هېواد كښې د لاندينۍ طبقو تحفظ ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬ د غربت خاتمې لپاره به تفصيلي پروګرام اولس ته وړاندې كولې شي