اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير خسرو بختيار د سي پېك د لوېديځ روټ په اړه خپور شوي خ??رونه رد كړي دي او وئيلي ئې دي د سي پېك په لوېديځ روټ په تندې سره كار روان دے۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان ك??ې وفاقي وزير ووئيل د سي پېل لوېديځ روټ به د بلوچستان نه تېرېږي او د خېبر پښتونخوا كم پرمختللې سيمې به يو بل سره وتړي۔ په دې برخه كښې په يارك- ژوب 210 كلوميټره٬ د پېښور – برهان٬ د هكله- يارك- ډي آئي خ??ن- مغلكوټ- ژوب- كوئټه- سوراب- بسيمه- هوشاب او د ګوادر په سېكشن په تندې سره كار روان دے كوم به چې په كال 2019م كښې ترسره شي۔ ده ووئيل په ګوادر كښې د څښكلو اوبو٬ د پاك چين فرېنډشپ روغتون ګوادر٬ ټېكنيكل اېنډ ووكېشنل سكول ګوادر او د ګوادر سمارټ پ??رټ سټي هم كار روان دے