اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت بهر هېوادونو كښې د كميونټي وېلفېئر اتاشيانيو شمېره زياتولو او د او پي ا??ف د معاملو لا ښه كولو پرېكړه كړې ده۔ دا خبرې د وزيراعظم او پي ا??ف لپاره خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاري ميډيا سره كړې۔ ده ووئيل د او پي ا??ف د تشكيل نو ضرورت دے چې مونږ پرې كار كوٶ٬ بېلا بېلو هېوادونو كښې كميونټي اتاشي د او پي ا??ف سفيران وي٬ مونږ دې وېلفئير اتاشيانو ته وئيلي دې چې ھغوي د كميونټۍ مسئلې حل هواري كړې۔ ده ووئيل يو اے اي كښې 3 كميونټي وېلفېئر اتاشي زمه وارۍ تر سره كوي ٬ د سعودي څلور وېلېفئر اتاشيان به شپږ كوٶ او بيا شپږ مياشتې پس به اته كولې شي ۔ده ووئيل خليجي هېوادونو كښې د وياند له امله زياتې ستونزې رامخې ته دي ٬ بې وسه كسان د وياند پامتداره وي٬ مونږ غواړو چې وياند پاكستانې وي څوك چې د پاكستانيانو حقونو لپاره په عربۍ ??به كښې خبرې وكړې شي