اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی)د روسيه خارجه وزير سرګئے لاروف وئېلي دي روسيه منطقه كښې امن غواړي او په دې لړ كښې به خپل ممكن كردا?? ترسره كوي۔دا خبره ده خپل پاكستاني هم څنګ شاه محمود قرېشي سره د خپل ټېليفوني تماس پھ مهال وكړه۔د خارجه دفتر وياند ترمخه د روس خارجه وزير د جمعې په ورځ خپل پاكستاني هم څنګ سره د ټېليفيوني تماس نيولو په مهال هغه سره په منطقه كښې د امن په وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان د پلوامه پېښې نه وروستو د هند لخوا د بې بنسټھ تور??نو او دړكو باوجود په پلټنو له د بشپړه مرستې باور وركړی ۔د روسيه خارجه وزير د دواړو هېواد??نو ترمينځه د شخړو د خبرو د لارې حل كولو په حا??ت زور راوړلو سره ووئيل روسيه په منطقه كښې امن غواړي او په دې لړ كښې به خپل ممكنه كردا?? ترسره كوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د دواړو هېواد??نو ترمينځه د تاؤ تريخوالي ختمولو له د روسيه وړاندېز پارليمان ته وړاندې كړو او ټولو غړو د دغې هركلے وكړو