اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د قبائلي ضلعو د بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې پروګرام منېجر شكيل اقبال وئيلي دي قطبي وزيرستان ٬ سوئيلي وزيرستان ٬ خېبر ايجنسۍ ٬ اوركزئۍ او كرم ايجنسۍ كښې د ځپلې شويو كورونو مستحقينو له 3.4 ارب روپۍ ريليف ډپيارټمنټ ته منتقل كړې شوې دي۔ ده د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې په قطبي وزيرستان كښې د 4 زره ځپليو كورنيو ترمينځھ رقوم وېشلې شوي دي او په ب??قي پاتې ضلعو كښې به ډېر زر د فنډ وېش پېل كړې شي۔ ده ووئيل د ځپلې شويو كورنيو لپاره دا رقوم وېشلې شي كومو لپاره چې د 3.4 ارب روپو فنډز ريليف ډیپارټمنټ ته منتقل كړې شوي دي۔ د قبائلي ضلعو بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې ??ون??ه په قطبي وزيرستان كښې وشوه او په نورو ضلعو كښې به ??ون??ه راروانه اونۍ كښې كولې شي۔ ده ووئيل تر جون مياشتې به د 5 څخه تر 6 اربه روپو منصوبو منظوري وركړې شي۔ د ټولو ضلعو دوهم كمشنرانو ته هدايت شوې دې چې د بحال?? منصوبو رفتار تند كړي۔ بلخوا د زده كړو او روغتيا په 765 منصوبو كار روان دې۔