اسلام آباد 24 اپریل (??ے پی پی)د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئېلي دي د پاكستان او امريكې په اړه د موجوده پالېسۍ بيا د سره جاج اخستل ضرو??ي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو پ?? ورځ پھ اسلام آباد كښې د سټراټېجك سټډيز انسټي ټيوټ اسلام آباد د سيوري لاندې پارليمانې مېرمنو غړو لپاره يو وركشاپ”سټرټېجك ماحول او پھ دې اړه د پاكستان پالېسۍ”ته د خطاب پھ مهال وكړه ۔ډاكټر شيريں مزاري ووئيل په مقبوضه كشمير كښې هندي رياستي ترهه ګري روانه ده او حقونه د پښو لاندې كولې شي۔دې ووئيل هند د خپل آئين دفعه 370 او 35-A خاتمې د لارې پھ مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ په تناسب كښې د بدلون ناوړه هڅه كوي چې د مسلمانانو اكثريت په اقليت د بدلولو هڅې دي۔دې ووئيل موجوده حالاتو كښې پاكستان ته د لوېديزې پولې څخه رامخې ته شوو چ??لنجونو او خطرو معلومات كول پكار دي او په دې اړه د مناسبو ګامونو پورته كولو ضرورت دے