اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز وئيلي د?? چې دا د خپل نوعيت وړومبۍ مقدمه ده د كومې پرېكړې چې اول ??اغلې او ټرائل ئې وروستو كېږي۔ احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو په مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل ما پرون اورېدلي او لوستل?? چې د نېب ډله انګلېنډ ته تلې۔ ماته دې دا ووئيلې چې د جے آئ?? ټي په لويو لويو ډبو كښې ثبوتونه چرته لاړل۔ دې ووئيل د عدالت فاضل جج پخپله وئيلي وو چې نېب مړے دے۔ اوس دې ماته د?? ووئيلې ش?? چې نېب ژوندے شوے يا ښه شوے۔ ما خو وړاندې وئيلې وو چې سزا دې يو وارې واورولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل مونږ د تېښتې لاره خپلوونكې نه يو۔ مونږ هغه خلك يو چې دآئين ٬ قانون او عدالتونو احترام او د انصاف تقاضو ترسره كولو له بهر څخه خپل هېواد ته راغلې يو او زه د?? وئيل غواړم چې څوك هم د قانون څخه بالاتر نه دي۔ مونږ صبر٬ حوصلې او هيلې سره د??ې ټرائل او سخت وخت مقابله كوؤ۔ مونږ خو دا هر څه زغملي ولې چا چې احتساب انتقام جوړ كړے يوه ورځ به د هغوي هم احتساب كولې شي۔ دې ووئيل لارښود نواز شريف دے او پالېسي ??م د هغه ده۔ ګوند اوس هم يو موټے دے ۔ د ګوند ماتېدو كښې خوښي لرونكي پخپله ماتېدو سره مخ دي۔ دې ووئيل ګوند كښې اختلاف نشته ولې د رائې اختلاف ضرور كېدې شي او دا كومه بده خبره نه ده۔ دې ووئيل د ظلم په ضد غږ پورته كول ??مونږ حق دے او د ظلم په ضد غږ نه پورته كول ??ر ټولو زيات ظلم او ناانصافي ده۔ مریم نواز ووئيل حكومت هم يوه اداره ده د دې هم بايد عزت وكړے شي۔ ادارې كه د خپل حد دننه پاتې كېدو سره كار كوي نو بيا به خلك پخپله د??ې ادارو عزت او احترام كوي۔