اسلام آبا?? 13 ??ومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د آرټسټس وېلفيئر فنډ څخه هنرمندانو له د مالي مرستې منظوري وركړې۔ د ګل په ورځ د آرټسټس وېلفيئر فنډ غونډه د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د خزانې وزارت ٬ كابينه ډويژن٬ د اطلاعا??و سېكتر٬ د صحت وزارت سېكتر او د كمېټۍ نورو غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې مالي مرستې لپاره د وصول شويو درخواستونو جاج اخس??و سره د ضرورت مند هنرمندانو د مالي مرستې منظوري وركړې شوه۔ په دې مو??ع اولس مشر امر وكړو چې د وزیراعظم د قامي صحت پروګرام له مخې د رنځوره هنرمندانو د درملنې دې خاص اهتمام وكړې شي٬ په دې لړ كښې اولس مشر د صحت وزارت ته امر وكړو چې ھغوي دې د صورتحال جاج اخس??و سره په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ اولس مشر سنسر كمېټۍ ته امر وكړو چې هېواد كښې دې د كوم داسې غېر ملكي فلم نمائش اجازه ??رن?? كړې شي چې پكښې د پاكستان په ضد پراپېګنډه شوې وي۔ په دې موقع د آرټسټ وېلفيئر فنډ د سټېئرنګ كمټېټۍ غړو عطاء الحق قاسمي، اصغر ندیم سیّد، عارف حبیب، مصطفیٍ قرېشي، نجیب اللہ انجم، شاهد شفیق، قوي خان، سلمان علوي، زېبا محمد علي او نورو اعلیٰ چارواكو هم ګډون وكړو