اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي دي چې د ټرانسپورټ او مواصلاتو څانګه د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د سي ډي ډبليو پي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د ټرانسپورټ او مواصلاتو په اړه د 24.2 اربه ډ??لر?? د ماليت د پروژو منظوري ??ركړې شوه۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت د ټرمينل اسانيې او د خشك بندر ځايونو اپ ګرېډېشن لپاره د 2 اربه 36 كروړه 95 لكه 60 زره رو??و پروژه وړاندې كړې شوه د كومې چې غونډې منظوري ??ركړه۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت د اثاثو بحالې لپاره د 10 اربه 49 كروړه 4 زره رو??و پروژه وړاندې كړې شوه كومه چې نورې منظورې لپاره اېكنك ته ولېږل شوه۔ د رېلوے وزارت په څلورو واړو صوبو كښې په كال 2010م كښې د سېلاب له امله شوي د اثاثو زيان او بحالې لپاره د 9 اربه 93 كروړه 35 لكه 68 زره رو??و د لګښت پروژه وړاندې كړه كومه چې اېكنك ته ولېږل شوه۔ د رېلوے وزارت د يو ارب 24 كروړه 21 لكه 61 زره رو??و يوه بله پروژه وړاندې كړه٬ غونډې د دې منظوري ??ركړه۔ د بلوچستان حكومت په تفتان بازار چاغي كښې د سردار عبدالله كلي سړك جوړولو لپاره د 16 كروړه 97 لكه 57 زره رو??و پروژه وړاندې كړه د كومې چې منظوري ??ركړې شوه۔