اسلام آباد 10 د??مبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې يوې مهذب او خوشحالې ټولنې لپاره د ټولو بشري حقونو تحفظ ضروري دے۔ ده دا خبره د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې كړې كومه چې د اتوار په ورځ د پاكستان پشمول په ټوله نړ?? كښې ولمانځل شوه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د پاكستان آئين د مذهب٬ مسلك او د رنګ او ن??ل د فرق نه بغېر د هر وګړي د ژوند د تحفظ او آزادې ضامن دے۔ ده ووئيل چې اسلام د مذهب ٬ رنګ او ن??ل د فرق نه بغېر انسانانو لپاره د مساواتو درس وركوي۔