اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی)پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي مخصوص پرېكړې ?? سياسي عدم استحكام او اقتصادي ستونزو سوب ګرځي۔ پاكستان يو نازك پراؤ څخه تېږېږي او دا ډول پړاؤ د كوم قام په ګټه نه وي۔ د زيارت په ورځ لندن كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ما كوئټه كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وئيلي وو مخصوص پرېكړې ?? سياسي عدم استحكام او اقتصادي ستونزو سوب ګرځي۔ ده ووئيل نن هر لوري ته خنډان راولاړ دي او هېواد يو وارې بيا عدم استحكام پلو روان دے چې اندازه ئې د هېواد اقتصادي انډيكېټرز او سټاك ماركيټ څخه ??رګندېږي۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت څلور كاله پرله پسې خوارۍ كولو نه پس هېواد د خوشحالۍ په لاره روان كړې۔ده ووئېل لوډشېډنګ مو ختم كړې ??و د ترهګرۍ په پېښو كښې څو چنده كمې راغلې او په سي پېك بشپړ پېشرف شوې خو د اوسني صورتحال څخه داسې ښكاري چې د مسلم ليګ نون د حكومتي پالېسيو مېوې له مينځھ وړولو هڅې روانې دي او د سټاك ماركيټ صورتحال هم ناوړه دے