اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر خان سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم سال الزابي دفاع وزارت كښې ليدلې دي۔ د دفاع وزير د نوې تقررۍ څخه وروستو د ذمه وارو په سنبال??لو د امارات سفير لپاره د نې??و هيلو څرګندونه ??كړه۔ وفاقی وزیر هيله ولرله چې د ستا د سفارت مودې په مهال به د دواړو هېوادونو د ملګرتيا اړيكې لا مضبوطې شي۔ او دې لپاره به خپل صلاحيتونه او منصب وكاروې۔ وفاقی وزیر د عرب اماراتو پرمختګ او سوكالۍ لپاره د خلیفه بن زائد النهیان څوك چې د عرب اماراتو د وسله والو ځواكونو سپريم كمانډر هم دے هڅې او ويژن ستائنه ??كړه۔ ده ووئيل پاكستان او عرب امارات به د قدر وړ ستراتيجيكي ملګري پاتې كېږي او د اعلی رابطو سره به دوه اړخيزه مثالي اړيكوې لا مخ په وړاندې بيائې ۔ د ملاقات په مهال په موجوده همكارۍ د اطمينان څرګندونه او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې په زيات??لو اتفاق وشو۔ په دې مهال وفاقي وزير په خاص توګه دفاع?? صنعت كښې د همكارۍ زيات??لو وړاندېز وركړو۔ دې سره سره ده د عرب امارات وسله والو ځواكونو ته د تربيې اسانۍ ورك??لو هم وړاندېز وكړو۔