ملګري ملتونه 02 مئي (اے پي پي) د مستقلو غړو اضافه به د كو??سل په كاركردګۍ منفي آغېز پرېباسي ۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي په سلامت?? كو??سل كښې د اصلاحاتو په موضوع په يوه مباحثه كښې كړې۔ پاكستانې استازې ووئيل هغه په سلامت?? كو??سل كښې په اتفاق سره د اصلاحا??و هڅو روانو ساتلو ملاتړ كوي۔ سلامت?? كو??سل د خپلې كاركردګې په اړه ډېرو ستونزو سره مخ دے او د مستقلو غړو شمېره زياتول به دا ستونزې لا زياتې كړي۔ هغې ووئيل د مستقلو غړو د شمېرې زياتولو پلوي هېوادونه دريځ لري چې دې سره به د سلامت?? كو??سل په كاركردګې كښې كمزورۍ كمې شي خو حقيقت د دغې په ضد دے۔ هغې ووئېل دې سره به د ادارې د مفلوج كېدو اندېښنې پېدا شي۔ د يادونې وړ ده په سلامت?? كو??سل كښې اصلاحاتو لپاره خبرې اترې په كال 2009م كښې د فرورې په مياشت كښې پېل شوې وې خو په تفصيلات سخت اختلافات رامېنځ ته شوي وو۔ د هند٬ برازيل٬ المان او جاپان ګروپ فور د مستقلو غړو زياتولو غوښتنه كوي خو د پاكستان او اټاليا په مشرې كښې ي?? لوي ګروپ د غېر مستقلو غړو زياتولو غوښتنه كوي۔