اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې په نګران سېټ اپ مونږ تحفظات لرو٬چرته چې نګران سېټ اپ د غېر جانبدارۍ څرګندونه نه كوي مونږ به خپل غږ ضرور پورته كوو٬بلاول ماشوم دے٬په پروټوكول كښې ځي او پھ شا يې د زرداري طاقت دے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو ټي وي چينل په پروګرام كښې وكړې۔ده ووئيل د كال 2013م په ټول ټاكنو كښې زمونږ سوچ هم نه و چې درغلي به وشي ځكه چې پخواني ستر قاضي افتخار چوهدري لپاره يو پوره تحريك چلېدلې ؤ او مونږ ټولو آزادې عدليې لپاره هلې ځلې كړې وې تر دې چې ما 8 ورځې په زندان كښې هم تېرې كړی وي ٬ ده ووئېل مونږ ته دا معلومه نه وه چې د هغه وخت ستر قاضي افتخار چوهدري په انتخابي درغلۍ كښې پوره ككړ وو او چې چا ته نګران حكومت ??رل??سه ش?? هغوي هم پنكچرې ولګولې ځكه چې د ټولې انتظاميې پشمول ټول پولنګ سټاف د دوي سره وو او د هغه وخت د ټاكنو كميسون هم ٬ ده ووئېل په هغه ټ??كنو او دې ټاكنو كښې د زمكې او آسمان فرق دے۔ده ووئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس مې هم دا خبره كوله چې ټول ګوندونه وائي په ټ??كنو كښې درغلي شوې نو بايد پلټنې وشي او دا پلټنې دې لپاره هم بايد وشي چې په راتلونكو ټول ټاكنو كښې درغلي ونه ش?? ۔۔ده ووئيل زه هيله لرم چې د جولائي 25مې نېټې نه پس به زمونږ هېواد يو موقع ??رل??سه كړي چې خپله لاره به بدله كړي او هغه هېواد به جوړ شي كوم چې بايد ډېر وړاندې جوړ شوے ؤ۔