كراچې 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر ??ئي??ي دي چې ټولټاكنې به د جولائي په 25مه نېټه كېږي٬ د نګران حكومت دا ذمه واري ده چې سپېځلې او په وخت ټاكنې وكړي او په دې لړ كښې ټول چمتووالې نيول شوے٬ ووټران اېجوكېټ كولو لپاره دې مېډيا خپل كردار ترسره كړي چې دغسې اولس د ښه كانديدانو ټاكنه وكړي٬ د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته دې د برابرې په بنياد وخت وركړے شي او ټولو ګوندونو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي٬ د اخلاقو ضابطه جوړول د ټاكنو د كميسون كار دے او پېمرا هم يوه آزاده او خپلواكه اداره ده٬ وفاق به د صوبائي حكومتونو مرسته كوي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح په مزار د حاضرې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې څخه وړاندې ده د پاكستان باني په مزار حاضري وكړه او په مزار ئې د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ د دې نه پس وفاقي وزير د سيورېج واټر ټريټمنټ پلانټ د بنياد تيګه كېښود??۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ده و??ئي?? چې ټولټاكنو لپاره تيارې ترسره كړې شوې دي۔ ده و??ئي?? چې مونږ قوم ته پېغام وركولو چې خپل ووټ دې صحيح وكاروي۔ ده و??ئي?? چې د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته دې د برابرې په بنياد وخت وركړے شي او ټولو ګوندونو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي۔ ده و??ئي?? چې ?? قائداعظم محمد علي جناح وژن وو چې پاكستان يو پرمختللې هېواد جوړ شي۔ ده و??ئي?? چې خلق دې د پاكستان په پرمختګ كښې خپله برخه واچوي۔ ده و??ئي?? چې اوبه د هېواد لويه مسئله ده چرته چې د بندونو جوړو??و ضرورت دے ورسره د اوبو د بچت كو??و ضرورت هم دے۔