اسلام آباد 14 جولائي (اے پی پی) په پاكستان كښې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په انتخابي ??انديدانو د بزدلانه بريدونو سخته غندنه كړ??۔ په اسلام آباد كښې د آسټراليا د هائي كميسون لخوا جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خپل پېغام كښې ټولو غم ځپليو كورنيو سره غمرازي كړ?? او وئيلي ئې دي چې آسټراليا د ترهګرې په مقابله كولو كښې پاكستان سره د يووالي څرګندونه كوي۔ هائي كمشنرې وئيلي دي چې هغه په مستونګ او خېبر پښتونخوا كښې په انتخابي ??اريونونو د بريدونو سخته غندنه كوي او په دې بريدونو كښې په ځاني ز??ان ډېره خفه شوې۔