چاغې 11 اګست (اے پي پي) د چاغي دالبندين سيمې سره نزدې د چينائي ان??ين??رانو بس سره نزدې په ځانمرګي بريد كښې د درې ان??ين??رانو پشمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ ?? چاغي ډپټي كمشنر سې?? الله كهېتران د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې په پېښه كښې د اختر رحمان او صابر په نوم دوه اېف سي اهلكار او بس ډرائيور محمد ابراهيم ژوبل شوي دي كوم چې شاه فهد روغتون دالبندين ته رسول شوي دي۔ ??غسې د ليان لنګ٬ يومب ريوي او هوكزياؤ په نوم چينائي ان??ين??ران علاج لپاره كراچې ته منتقل كړې شوي دي۔ ?? امنيتي چارواكو له مخې په سې??ډك پروژه كار كوونكي چينائي ان??ين??ران رخصتي تېرولو لپاره وطن ته تلل غوښتل چې دالبندين سره نزدې ئې ګاډې په نښه كړې شو خو ګاډې لا ځائ ته نه و رسېدلې چې چاودنه وشوه او ډرائيور بس په سمدستي توګه ايسار كړو او ځاني زيان كم شو۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه او په خوا او شا سيمو كښې ئې د لټون عمليات هم پېل كړل۔