اسلام آباد 18 ن??مبر (اے پي پي) وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير ??ښې د هن?? لخوا د تشدد د روانو كارروائيو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقبوضه كشمير ??ښې په بې ګناه كشميريانو هره ورځ ظلم او تشدد كولې شي او كشميريان ماورائے عدالت قتلولې شي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په ظلم او بربريت كښې د هن?? پوځ دومر?? ړوند شوے چې يو خوا د دولس او ديارلس كلونو كشميري ماشومان په نښه كوي او بل خوا د مقبوضه كشمير ??شران او مېرمنې هم د هن??ي ظلم او تشدد نه بچ نه دي۔ ده ووئيل چې كشميري مشران سيد علي ګېلاني او د آسيه اندرابي پشان مېرمنې د هن??ي حكومت د بې بنسټه تورونو له امله نظربند او ګرفتار ساتل شوي دي چې دغسې د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره جائزې هڅې تر پښو لاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس به په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري وړوڼو ترجماني كوي او د دوي اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ به روان ساتي۔