اسلام آباد/بيجنګ 04 دسمبر(اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير م??عو?? خالد وئېلي دي چې د پاك چين د سدابهار ملګرتيا مضبوطولو كښې د مېډيا كردار د اهميت وړ دې او مېډيا د دواړو ??ې??اد??نو ترمينځه اړيكې مثبت اړخونه رامخې ته كول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بيجنګ په فارن سټډيز پوهنتون كښې دستورې ته وېنا كښې د خاص مېلما په توګه په خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل چې په عصر حاضر كښې د مېډيا كردار د كليدي نوعيت دې٬د دواړو ??ې??اد??نو د اولس استفادې لپاره مېډيا له مثبت اړخونه رامخې ته كولو پلو خپل پام ګرځول پكار دي۔ده ووئيل چې دا مهال سي سي ټي وي او سي جي ټي اېن پاكستان كښې خپل پروګرام ښائي٬دغسې چين كښې د پاكستان ټي وي چينل له خپل پروګرام ښودل پكار دي٬دې سره به د دواړو ??ې??اد??نو اړيكې لا مضبوطې شي۔د چين يو ټي وي چينل په دې وروستيو كښې په پاكستان كښې يو دستاويزي فلم لپاره رېكارډنګ بشپړ كړې دې۔كوم كښې چې د پاكستان د بېلو مثبت اړخونو احاطه شوې ده٬د دې دستاويزي فلم نندارتون به ډېر زر وشي۔ده ووئيل چې دا مهال په چين كښې 25 زره پاكستاني زده كونكي زده كړې ترلاسه كوي٬ دا زده كونكي د دواړو ??ې??اد??نو ترمينځه د ملګرتيا سفيران دي٬پاكستاني زده كونكي د خپل قيام په مهال د چين د كلتور او ژبې سره معارفي كېږي٬دې سره به د دواړو ??ې??اد??نو ترمينځه اړيكې او ملګرتيا لا وده وكړي۔د پاكستان او چين ترمينځه تاريخي اړيكو ذكر كولو سره ده ووئيل چې دواړه هې??اد??نه يو بل ته رانزدې كولو لپاره يوازې تجارتي ګټه عنصر نه و٬ اصل خبره د دواړو ??ې??اد??نو اولس زړونو كښې يو بل سره مينه او د اخوت جذبات و٬ كوم چې د پاكستان او چين ترمينځه ملګرتيا مستحكم كولو كښې ځانګړې كردارادا كړو۔دستورې ته نورو مشرانو هم خطاب وكړو۔