اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې ټول قوم خپل محسن ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي٬ قائداعظم م??مد علي جناح د آئين او قانون په حكمرانې كامل باور لرلو۔ د نهې په ورځ د بابائے قوم د ولادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسې?? ووئي?? چې قائد داسې پاكستان غوښتلو چرته چې هر كس د خپل مذهب٬ عقيدې او سوچ له مخې ژوند تېر كړے شي۔ ده ووئي?? چې د انتهاخوښې سوچ د قائد د فكر منافي دے۔ بابائے قوم په پاكستان خپل هر څه قربان كړي دي۔ پاكستان او نظريه پاكستان امانت دے٬ د دې حفاظت وطن سره د مينه لرونكي هر يو كس قومي فريضه ده۔ ده ووئي?? چې د پاكستان شهيدانو لپاره نن ټول قوم دعاګانې كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسې?? ووئي?? چې نن د پاكستان بهادر وسله والو ځواكونو٬ امنيتي ادارو٬ پوليسو ٬اېف سي او قانون نافذ كوونكو ادارو ته هم پېرزوينه وړاندې كوم كومو چې په خپله وينه د دې خاورې د امن ډيوې بلې كړې دي۔ ده ووئي?? چې قائداعظم م??مد علي جناح د اصولو علامت و۔ عمران خان د قائد د اصولو په رڼا كښې نوې پاكستان جوړوي۔ ده ووئي?? چې د قائداعظم د پاكستان په امانت كښې خيانت كوونكي د كوم ډول رعايت حقدار نه دي۔ ده ووئي?? چې اولس غريب كولو سره د خپلو محلونو جوړونكو د حساب ورځ راغلې ده۔