اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د آل پارټيز حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير څانګې تر سيوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو په ضد د ملګرو ملتونو د دفتر په خوا كښې احتجاجي مظاهره وشوه۔ دا مظاهره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا د كشمير اولس د خپلواكې حق د قرارداد د 70 كاله په پوره كېدو وشوه۔ مظ??هر?? ته د حريت يو شمېر مشرانو٬ عبدالمجيد لون٬ الطاف واني٬ سيد فېض نقشبندي٬ عبدالماجد مير٬ حسن البنا٬ اعجاز رحماني٬ محمو?? صغير٬ پروېز شاه٬ عبدالماجد ملك٬ راجه خادم حسېن٬ مير طاهر ??سعود او نورو وېنا وكړه او وې وئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د خپلواكې حق لپاره په هڅو كوونكو كشميريانو او عام كشميري اولس د هندي ځواكونو لخوا د ظلم او بربريت لړې لا هم روانه ده۔ دوي ووئيل چې د هند امنيتي ادارې د بشري حقونو څخه په سختو سرغ??ون?? كښې ككړې دي۔ نړيواله ټولنه دې نوټس واخلي۔ په دې موقع د ملګرو ملتونو دفتر ته يو يادښت هم وړاندې كړے شو۔