اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی) د پيټروليم وفاقی وزیر غلام سرور خان وئيلي دي د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان پاكستان ته راتګ د پسرلي اعلان دے، د پرمختګ او سوكالۍ په دې مزل كښې د سعودی حکومت ګډون ته د ??در په س??رګ?? ګورو۔ خپل يو بيان كښې ده وو??يل د سعودی عرب ولی عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې په مهال د تاريخي لوظنامو او ريكارډ سرمايه كارۍ هي??ه لرو۔ ده وو??يل د مذهبی مينې په وجه د پاکستانو زړونه د سعودی وروڼو سره مينه لري، هم دغه وجه ده چې د پاکستان اولس د سعودی شاهی كورنۍ لپاره د عقیدت جذبه لري او ولی عهد محمد بن سلمان د پاکستان دورې ته سترګې په لاره دے ۔ غلام سرور خان وو??يل په څو لسيزو اډانه د پاکستان او سعودی اړيكې د وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي، د پاکستان حکومت په سفارتی ډګر د ورور اسلامی هېواد سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ده وو??يل حکومت د سعودی پاکستان كښې د سرمایه كارۍ هركلې كوي۔ د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې به ښې نتيجې راوځي۔ غلام سرور خان وو??يل پاکستان او سعودی پھ كوټلو بنیادونو اړيكې لري دغسې د سعودی ولی عهد پاكستان دورې سره به دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا ترلاسه شي