اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د ملائیشیا و??یر??عظم ډاکټر مهاتیر محمد په درې ورځنۍ دوره پاکستان ته رارسيدلې دے ٬ په نور خان ائير بېس د هغه تود هركلې وكړې شو۔ و??یر??عظم عمران خان په نورخان ایئر بیس د ملائیشیا خپل همڅنګ هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاہ محمود قریشی او وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار هم موجود وؤ۔ دې څخه وړاندې د ملائیشیاء و??یر??عظم هوائي ميدان ته په رارسېدو ورته د 21 توپو سلامی وكړې شوه۔ د و??یر??عظم عمران خان په بلنه د ملائیشیا و??یر??عظم ډاکټر مهاتیر محمد د پاکستان درې ورځنۍ دوره كوي۔ هغه سر?? د اعلیٰ كچ يو پلاوې هم دے چې پكښې ګڼ كاروباري شخصیات شامل دي۔ د ملائیشیا و??یر??عظم به په 23 مارچ د پاکستان ورځې پريډ كښې خاص ميلمه وي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملائیشیا و??یر??عظم ډاکټر مهاتیر محمد په مصروفیاتو كښې د اولس مشر سر?? ملاقات، د و??یر??عظم عمران خان سر?? يو په يو ملاقات او دې نه پس د پلاويو په كچه خبرې اترې شامل دي۔ دواړه وزيراعظمان به پاکستان كښې آټو موبائل او ټیلی مواصلات څانګو كښې سر??ایه کاری كولو له د خوښۍ لرونكو کمپنیو چیف ایګزیکټو آفسرانو ګول میز خبرو اترو ته خطاب هم كوي۔ د و??یر??عظم مهاتیر محمد د پاکستان دورې سر?? به د دواړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې لا قوي شي