اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) خارجه وزارت ??ارواكي خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته د سع??دي ولي عهد لخوا د پاكستان بنديوانانو راخوشې كولو په اعلان د عملدرآمد په اړه بريفنګ وركوي۔د ګل په ورځ د سېنېټ لخوا جاري نوټس له مخې په دې لړ كښې د قائمه كمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه(نن)د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې د سناتور ملك محمد ا??سا?? الله ټوانه په مشرۍ كښې ??یل كېږي۔سع??دي ولي عهد شهزاده محمد بن سل??مان د پاكستان اوسنۍ دورې په مهال په سع??دي كښې د پاكستانو بنديوانانو راخوشې كولو اعلان كړی ؤ ۔په غونډه كښې به د ايران او كويت سره د پاكستان سفارتي اړيكو په موجوده صورتحال هم بحث كولې شي۔دغسې د امريكې لخوا په پاكستان د لګولې شوو د ويزو په بندېزونو به هم خبره كولې شي او په هوائي مېدان د اېف آئي اے اهلكارو او افسرانو د مسافرو سره په غېر پېشه وره او د مرستې نه كولو په اړه به هم بريفنګ وركولې شي