اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د صحت مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د اېډز رنځ خپرېدو په پېدا شوي اندېښمن صورتحال قابو موندلو لپاره او د اېډز ځپليو مرستې له لاړكانې ت?? رسېدلې دے ۔ لاړكانې ت?? د تګ نه سمدستي و??وستو ډاکټر ظفر مرزا صوبائي و??يرې ډاکټر عذرا پیچوهو سره د اېډز له امله په پېدا شوي صورتحال خبرې اترې وكړې او د رنځ خپرېدو مخ نيوي او د ځپليو بحالۍ په تجويزونو او د لائحه عمل په اقدامات ئې غور وكړو۔ په دې موقع ډاكټر ظفر مرزا د صحت صوبائي و??یرې ډاکټر عذرا پیچوهو ته په رنځ قابو موندلو او د ځپلو بحالۍ په لړ كښې د وفاقي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ په دې موقع د صحت مرستيال په ماشومانو كښې د وائرس په وخت د تشخيص ستائنه وكړه۔ ډاكټر ظفر مرزا په بېړنۍ توګه د سلو ماشومانو د درملنې اعلان وكرو او د نور 500 ماشومانو په درملنه ئې د وفاقي حكومت لخوا احكامات جاري كړل