اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)وزيرا??ظم عمران خان وئېلي دي چې قام يو موټې كېدو سره د هر دور چېلنجونو مقابله كولې شي٬لوے څښتن پاكستان له لوے نعمتونه وركړي دي٬پاكستان كښې د هېڅ څيز كمې نشته٬هغه وخت لرې نه دې كله به چې وګړي د بهر څخه روزګار لپاره پاكستان ته راځي٬راتلونكې دوه مياشتې د پاكستان لپاره مشكل دي٬په شوكت خانم روغتون كښې د 75 فيصده رنځورانو وړيا درملنه كېږي٬تراوسه په 25 كلو??و كښې 40 اربه روپۍ د غريبانو په درملنه خرڅ كړی شوي دي۔د جمعې په ورځ شوكت خانم روغتون لپاره فنډ ريزنګ روژه ماتي مېلمستيا ته پھ خپل خطاب كښې وزيرا??ظم عمران خان وو??يل هغه وخت كله چې موڼږ د شوكت خانم روغتون پروژه پیل كړه نو وګړو وئېل چې دا روغتون نه شي جوړېدې٬ده وو??يل په ټولو ??نځو??و كښې زيات خرڅ د كينسر پھ رنځ راځي چا چې د وړومبۍ ورځې څخه زمونږ سره مرسته كړی د هغوي م??نه كوو۔ده وو??يل شوكت خانم يوازنې روغتون دې كوم ته چې د جوائنټ كمېشن انټرنېشنل سرټيفيكېشن ترلاسه دې٬داسې ځكه ممكن شوي چې پھ دې روغتون كښې د 75 فيصده رنځورانو وړيا درملنه كېږي٬دا يو خېرتي روغتون دې٬زمونږ په روغتو??و كښې د غريبانو او مالدرو لپاره د درملنې معيار جلا جلا دې٬دلته د غريبو رنځورانو د نړيوال معيار له مخې درملنه كېږي٬ده وو??يل د هر تېر كال پھ نسبت زيات عطيات راجمع كېږي٬سږ كال هم تراوسه درې روژه ماتي شوې او په درې واړه روژه ماتي كښې د تېر كال څخه زيات عطيات جمع شوي۔وزيرا??ظم ووئيل كاميابي د انسان د كار سره نه بلكې د هغه په هڅو ترلاسه كېږي۔ده وو??يل د 1997 په ټاك??و كښې چې پي ټي آئي برخه واخست نو په مونږ دا تور لګولې شو وو چې مونږ د زكواة په پيسو ټاكنې كوو٬هغه وخت شوكت خانم نوې روغتون وو۔هغه مهال دومره زكواة او عطيات هم نه و راجمع شوې٬بيا د ټولې نړۍ څخه د روغتون لپاره فنډ ريزنګ شوې۔وزيرا??ظم ووئيل مونږ د لوے څښتن سره وعده كړی وه چې د75 فيصده رنځورانو وړيا درملنه به كېږي او تراوسه پھ هغې عمل روان دې٬دلته د انسانانو ترمينځه فرق نه كېږي٬پيسې وركونكو او د وړيا درملنې كونكو له برابر آسانۍ ترلاسه كېږي٬عمله په هغې كښې هېڅ فرق نه كوي۔وزيرا??ظم ووئيل سږ كال د روغتون خساره 8 نيم اربه روپۍ ده خو د تېر كال پھ نسبت زيات عطيات جمع شوي۔ده وو??يل په پېښور كښې هم روغتون جوړ شوې۔ده وو??يل د دواړو روغتونونو په مقابله كښې پھ كراچۍ كښې جوړیدونكې روغتون به زيات جديد وي٬مونږ د لاهور كينسر روغتون چې پېل كړو نو هغه وخت زمونږ سره په بانك كښې يو كروړ روپۍ وې او مونږ د 70 كروړ پروژه پېل كړه او هغه مو په درې كاله كښې بشپړ كړه٬د پيسو په وجه يوه ورځ هم كار نه دې ودرېدلې۔ده وو??يل د انسان په ژوند كښې او په هره اداره كښې لاندې باندې راځي خو يرېږي هغه څوك چې دا چا په ژوند كښې لاندې باندې نه راځي٬مشكل وخت په اصل كښې د اصلاح او زده كړی لپاره راځي۔وزيرا??ظم ووئيل انسان د ښه وخت څخه نه د خراب وخت څخه زده كړی كوي٬په 1997 كښې چې كله مونږ په ټاك??و كښې برخه واخست هغه وخت زما رائے دا وې چې زمونږ تيارې نشته٬بايد مونږ په ټاك??و كښې برخه وانخلو ??و د ملګرو په مشاورت مونږ ټاك??و كښې برخه واخست او مونږ په يوه چوكۍ هم كاميابي ترلاسه نه كړه۔وزيرا??ظم ووئيل د هېواد لپاره راتلونكې دوه مياشتې مشكل دي٬د هغې وجه دا ده چې لس كاله هېواد څنګه لوټلې شوې د هغې په وجه مونږ د بحران سره مخ يو۔ده وو??يل قوم له باور وركوم چې پاكستان تر ټولو لويې نعمت دې او په دې كښې د هېڅ څيز كمې نشته٬هغه وخت لرې نه دې كله به چې د بهر څخه وګړي روزګار له دلته راځي۔ده وو??يل په 1960 كښې چې نړۍ د پاكستان څنګه مثال وركولو هغسې به يو ځل بيا د پاكستان مثال وركړي