اسلام آباد 29 جولائي ﴿اے پي پي﴾ د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي په ??ي بلنګ سسټم معرفي كولو مو يو بل لوظ تر سره ??ړے٬ دې عمل سره به د بډنګ نه واخله تر ادائيګې عمل سپېځلې شي٬ په اېن اېچ اے كښې د تېرو وخت 700 كروړه روپې ريكور كړې شوې ٬ نېب ته د محكمې لخوا د لېږلې شوو مقدمو او انكوائرو ګوټلي ثبوتونه موجود دي٬ د وزيراعظم د امريكې دورې په مهال سول او عسكري مشرانو چې د قام مقدمه په كوم ډول وړاندې كړې٬ په ټوله نړۍ كښې ئې ډاډګېرنه شوې٬ د پاك پوځ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نېشنل هائي وے اتهارټۍ په مركزي دفتر كښې د ??ي بلنګ سسټم د پرانستې دستورې په موقع مېډيا سره ??ه خبرو كښې وكړې۔ د دې څخه وړاندې وفاقي وزير د ??ي بلنګ سسټم پرانسته وكړه۔ په دې موقع د مواصلات وفاقي سېكتر جواد رفيق ملك٬ د اېن اېچ اے چيئرمېن سكندر قيوم او نور هم موجود وو۔ د اېن اېچ اے چارواكو وفاقي وزير ته د ??ي بلنګ سسټم په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او وې وئيل دې اقدام سره به د اېن اېچ اے د پرمختيائي چارو د بډنګز نه واخله تر ادائيګې ع??ل كښې سپېځلتيا راشي او د ټرېك اېنډ ټرېس سسټم د لارې به د معلوماتو ترلاسه كېدو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئېل په دې بنياد به د عملې د كاركردګې په جاج او سزا او جزا وركولو لپاره ??م مرسته