اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي)وزيرا??ظم عمران خان په منطقه كښې د امن او سلامتيا ودې په لړ كښې(نن)د نهې پھ ورځ د سعودي عرب دوره كوي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيرا??ظم عمران خان به د سعودي عرب دورې په مهال د سعودي مشرتابه سر?? د خپلې اوسنۍ ايران دورې او ايران مشرتابه سر?? د مشاورت پھ رڼا كښې هم خبرې اترې كوي۔ ددې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه په اړيكو او د منطقې په روانه وضعه هم بحث كولې شي۔ د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د شريك باور٬همغږۍ او نزدې مرستې په بن??اد د ورورولۍ اړيكې دي۔ دواړه هېوادونه په روايتي توګه د يو بل د دريځ حامي دي۔ د وزيرا??ظم عمران خان د يو كال په مهال دا د سعودي عرب درېمه دوره ده۔ دې څخه وړاندې وزيرا??ظم عمران خان د مئي او ستمبر په مياشت كښې هم د سعودي عرب دوره كړی وه او د سعودي ولي عهد د فرورۍ په مياشت كښې د پاكستان دوره كړی وه