اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مر??تيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د بلاول بهټو تراوسه په لاړكانه كښې د ماتې خوړلو خفګان ختم شوے نه دے ٬د سندھ څخه هم د پيپلز ګوند وجود په ختمېدو دے٬د زرداري په ناروغتيا كښې د حكومت څه قصور دے ??حك??مت د ټېكس وركونكو په پيسو د هغه درملنه كوي۔د ګل په ورځ د بلاول بهټو د تورونو په حقله په ټوېټر ځواب كښې دې ووئيل بلاول اوس هم په لاړكانه كښې د ماتې خوړلو خفګان سره مخ دے٬دا ډول خبرې د دې خبرې ثبوت دے چې ه??ه سخت خفګان سره مخ دے۔دې ووئيل بلاول ته معلومه شوې چې اوس د سندھ څخه هم د پيپلز ګوند وجود په ختمېدو دے ځكه چې اولس هغوي مسترد كوي۔دې ووئيل آصف علي زرداري كه ??اروغه دے نو په دې كښې د حكومت څه قصور دے ??حك??مت د ټېكس وركونكو په پيسو د هغه درملنه كوي۔ده ووئيل د كرپشن په تور د نيولې شوو ??سانو درملنه كول هم د قام زيان دے۔د قام زيان كوونكي د تاريخ مجرمان وي