کوالا لمپور 05 نومبر (اے پي پي) خا??جه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي ??ي مونږ په معاشي توګه يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو٬ د هې??اد د معيشت بهترۍ لپاره ګڼ شمېر بنيادي بدلونونه او اصلاحات شوي٬ د “معاشي سفارتكارۍ” پېل هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده٬ نړيوالې ادارې د پاكستان معيشت كښې د بهترۍ او استحكام اشاره وركوي۔ دا خبرې خا??جه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په کوالالامپور كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې د “معاشي سفارتكارۍ په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د دستورې اهتمام کوالالمپور كښې د پاكستان هائي كمشنرې آمنه بلوچ كړې ٶ ٬ چې پكښې ماليزيا كښې د پاكستان مېشته كاروباري شخصياتو او د پاكستاني كميونټۍ ګڼ شمېر كسانو ګډون كولو۔ وزير خا??جه ووئيل پاکستان دوه ډول طبقو سره مخ دے يوه ھغه چا چې هې??اد لوټ كړې او مال دولت ئې په نورو هې??ادونو كښې خوندې كړې او بله ھغه خواري كښه طبقه څوك چې په بهر هې??ادونو كښې خواري كوي او زرمبادله پاكستان ته رالېږلي او د هې??اد په تعمير او پرمختګ كښې برخه اخلي۔ خا??جه وزير ووئيل دا مهال د اتيا زره نه زيات پاكستانيان ماليزيا كښې مېشته دي او زه تاسو ته مباركي دركوم چې زمونږ زرمبادله تر ډېره حده زياته شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ما ټولو سفيرانو ته ام?? كړې چې ھغوي بهر هې??ادونو كښې مېشته پاكستايانو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو لپاره اهتمام وكړي او د دوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔ خا??جه وزير بزنس كميونټۍ ته د پاكستان حكومت لخوا د هر ډول ممكنه مرستي باور وركړو او په ماليزيا كښې د پاكستان د هائي كمشنرې آمنه بلوچ د كاركردګۍ ستائنه ئې وكړه۔(ګ ل