اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاکستان فېډرل يونين آف ج??نلسټس په ټاكنو په نتيجه كښې د كامياب شوي پېنل صدر سينئر خبريال شهزاد ذوالفقار، نائب صدور پنجاب څخه رانا پروېز حميد، سندھ څخه لاله اسد پټھان، خېبر پختونخواه څخه بخت زاده يوسف زئي او بلوچستان څخه سليم شاهد، عمومي سېكتر ناصر زېدي او نورو له مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاکستان فيډرل يونين آف ج??نلسټس نوو ټاكلو عهدېدارو په نامه د مباركۍ پېغام كښې وو??يل ميډيا د رياست مهمه ستن ده كومه چې نه يوازې د هېواد او غېر ملكي حا??ات او واقعات رامخې ته كوي بلكې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره د حكومت او مخالفې ډلې لارښوونه كوي۔ په دې موقع د سېنېټ دوهم چيئرمېن سناتور سليم مانډوي والا، د حكومتي ډلې مشرسناتور سيد شبلي فراز، د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفرالحق هم دوي له مباركي وركړې ده