اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پ??) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند د جنوري كال 2019 څخه تر اوسه د درې زره ځله نه زيات د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ كړې دي٬ هند كښې موجوده اړې ګړې د مودي سركار د اقداماتو له امله دي٬ د متنازعه سټيزن اېكټ 2019 بدلون بل په ضد نه يوازې هند بلكې ګرده نړۍ كښې هندي وګړي پ?? احتجاج دي٬ په دې كښې يوازې مسلمانان نه بلكې ھغه كسان هم شامل دي څوك چې دا ګڼي چې هندي سركار د سېكولر هند نظريه ښخه كړه٬ او د ”هندو راشټرا” او د ”هندتوا” سوچ ??سل?? كولې كېږي٬ اندېښنه لرو چې د احتجاج نه پام اخوا كولو لپاره هند په لائن آف كنټرول شرارت كولې شي۔ د ګل په ورځ د هند لخوا د كېدونكې مسلم مخالف قانون سازۍ او د امن په صورتحال خپل بيان كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې هند د دې احتجاج نه پام اخوا كول غواړي٬ د ډز بندۍ په خلاف ورزيو كښې اضافه شوې ده٬ په پوله لګولې شوې باړ ځائ په ځائ پرې كېږي٬ د پوځ غېر معمولي نقل و حركت په نظر راځې٬ دا ټول عوامل امن او امان لپاره خطر ښكاري۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ استخباراتي ادارو په لائن آف كنټرول د شوي ان ډپلوائمنټ ٬ غېر معموملي نقل و حركت ٬ براهموس او سپائيك اېنټي ټانك ميزائل تنصيب كولو راپور كړې دې٬ د هند لخوا د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ زياتې شوې دي او د يوې بيانيې وركولو هڅې روانې دي٬ د هندي آرمي چي?? بيان د ټولو په وړاندې دې۔ ده ووئيل په ورلډ کيپيټلز كښې د شوې ټو پلس ټو ملاقاتونو كښې چې كله زما د دفاع او خارجه وزير سره په واشنګټن كښې ملاقات وشو نو ھغوي پ?? خب??و كښې د جواز نه غېر د پاكستان تذكره كوله٬ چې ترې د دوي ناوړه عزائم برېښي كوم چې پاكستان د وړاندې نه رد كړې دي۔ ده ووئيل هند د جنوري كال 2019 څخه تر اوسه د درې زره ځله نه زيات د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ شوې دې چي پ??ښې د 300 نه زيات كسان په نښه كړې شوې دي د دې ټول صورتحال په شا مونږ ته امن خرابولو لپاره د هند د سوچ وړ منصوبه په نظر راځي۔ ده ووئيل دې لپاره ما د سلامي كونسل صدر د دې خطرو تفصيلاتو نه د چيټۍ د لارې خب?? كړې دې ځكه چې د امن او اسحتكام تحفظ د ھغه په چارټر كښې شامل دې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل نن د هند عزائم نړۍ ته په نظر راځي ځكه چې د سكرين نه هېڅ څيز پټ نه شي پاتې كېدې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه جمو و كشمير كښې ظلمونه د كم??ونېكېشن بلېك آٶټ د لارې غلې كړې دي خو په ټول هند كښې روان احتجاج پټلو د دوي د خواهش باوجود ممكن نه دې ځكه چې په ګرد هېواد كښې كرفيو لګول د دوي د وس خب??ه نه ده او خب??ونه خب?? راوځي او نړۍ خب?? ده چې مودي سركاري څه كوي او بلخوا چې د هر څه نه خب?? پاتې كېدو سره د خپلو مفاداتو له مخې غلې دي دوي ته وئيل غواړم چې دا خاموشي د خطر وړ ده كومه چې ګرده نړۍ خطر سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل كله چې دوه اتومي طاقتونه يو بل ته مخامخ وي نو نو خب??ه به تر منطقې محدود پاتې نه شي او تر لرې به لاړه شي او دې څخه به نړۍ اغيزمنه شي۔ ده ووئيل زه د ھغه