اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي 2019 اولس ??پا??ه سخت د ستونزو كال ٶ٬ قامونه په ازمېښتونو كښې ختمېږي نه بلكې قوي كېږي٬ 2020 به د پرمختګ او سوكالۍ كال وي٬ تعليم، سېلګرۍ ، تعميرات او د قدرتي وسائلو څانګو پرمختګ پلو به پام زياتول وي٬ د ټولنې د بې وسه او محرومه طبقو د خېرښګړې پروګرامونه به مخ په وړاندې بوتلل وي٬ د لوړو زده كړو معيار او نصاب ښه كول او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په لړ كښې رامخې ته شوې انقلاب څخه په بشپړه توګه استفادې ته اړتيا ده۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د اېئر پوهنتون ساٶته كېمپس د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د لوړو زده كړو معيار ته وده وركول زياته مهمه ده ٬ په دې لړ كښې نصاب به د جديدو تقاضو سره سمول وي ٬ جديده ټيکنالوجي په بيړه پرمختګ كوي چې ورسره د بدلون عمل هم ګړندې شوې۔ ده ووئېل دې انقلاب څخه استفادې ??پا??ه د ټيکنالوجې تعليمې ادارې ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې د لوړو زده كړو كمېسون زياته ذمه واري ده ٬ مونږ له به د سختو ??الاتو ??و د وسائلو د كمي باوجود تعليم پلو پام كولو ??پا??ه د روايت نه اخوا كار كول وي۔ وزيراعظم ووئيل هې??اد په مالي توګه ستونزو سره مخ كېږي خو ازمېښتونو څخه قامونه ختمېږي نه بلكې قوي كېږي٬ زمونږ هې??اد بلها قدرتي وسائل او موقعې لري٬ زمونږ اولس زيات صلاحيت لرونكي دے كوم چې بهر هې??اد كښې كار كوٶنكي پاكستانيان دي څوك چې په ښه نظام كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي ۔ ده ووئېل مونږ له خپل هې??اد هم سمول دي او مېرټ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل په ننني حالاتو ?? نه ښه كېدو سوب تعليم ته پاملرنه نه كول دي ٬ د 60 په لسيزه كښې زمونږ د هې??اد د تعليم معيار دومره ښه ٶ چې بهر هې??اد څخه به خلق دلته تعليم ??پا??ه راتلل۔ وزيراعظم ووئيل په اسلام كښې هم د تعليم په ترلاسه كولو زور راوړې شوې ٬ حضور اکرمۖ تعليم ترلاسه كول مقدسه فريضه ګرځولې او په دې لړ كښې د حضرت محمدۖ ژوند مونږ ??پا??ه عملي نمونه ده او هغوي د مالي وسائلو په لحاظ سره سخت وخت كښې هم د تعليم په اهميت زور رواړې او هم د دغه تعليم په بنياد مسلمانانو څو پېړو راهسې د سائنس په څانګه كښې كاميابۍ ترلاسه كولې۔ ده ووئيل زما وژن د مدينې رياست په بنياد پاكستان مخ په وړاندې بوتلل دي٬ د ماضي واكمنو د هې??اد اېشين ټائيګر جوړولو تصور د محدود وژن عكاسي كوله٬ لوے سوچ د انسانيت په ښګړه آډانه لري لكه څنګه جې د مدينې په رياست كښې د غريبانانو ٬ كنډو او يتيمانانو ??پا??ه وظيفې ټاكلې شوې وې او دغسې قانون ??ولو ??پا??ه برابر ٶ۔ وزيراعظم ووئيل 2019 سخت كال ٶ٬ د غېر ملكي زرمبادله پانګې كمې وې٬ د پاكستان په كرنسۍ فشار زيات ٶ خو مونږ هې??اد كښې معاشي استحكام راوستې دے۔ ده ووئيل كال 2020 به د پرمختګ او سوكالۍ كال وي٬ نوي كال كښې به هې??اد پرمختګ وكړي٬ ځكه چې پاكستان په هره څانګه كښې بلها وسائل٬ صلاحيتونه او موقعې لري٬ معدني ذخيرې، خېرازه زمكه او د سېلګرۍ غوندې څانګه ته پام كولو سره هې??اد د پرمختګ په لاره روانېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان سېلګرۍ ??پا??ه زړه راښكونكي مقام ګرځولې شوې او په دې څانګه كښې موجوده صلاحيتونو او موقعو څخه به استفاده كولې شي٬ دغسې د ودانيو څانګې ته به هم پاملرنه كولې شي ځكه چې د هاٶسنګ څانګې سره 40 نور صنعتونه تړلې دي كوم چې پرمختګ كولې شي ۔ ده ووئيل د هې??اد بې وسه طبقو خېرښګړې ته خاص پاملرنه روانه ده٬ په يوټيلټي سټورز به په رعايتي بيعه د خوراك څښاك څيزونه وركولې شي٬ د هې??اد بې وسه خلقو ته به د صحت آسانۍ وركولو ??پا??ه انصاف كارډ وركولې شي٬ په كچه آبادو كښې به لنګر خانې پرانستلې شي٬ بې وسه طبقو ته هې??ت انشورنس ??پا??ه هې??ت كارډ وركولې ش۔ ده ووئېل ٬ مونږ هڅه كوٶ سږ كال تر پائې به دا ټولې آسانۍ مستحقو كسانو ته رسولې شي٬ بې كوره او بې وسه خواري كښو ??پا??ه د پناه ځائ جوړولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ وژن فلاحي رياست جوړول دي ، په نوي كال كښې به دې پلو پېشرفت كولې شي۔ وزيراعظم د اېئر پوهنتون د نوي كېمپس جوړولو د وژن ستائنه وكړه٬ نوې كېمپس به د جديدې ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو ??پا??ه مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل دلته دې داسې جديد تعليم وركړې شي چې ځوانانو ته ورسره د روزګار موقعې ترلاسه شي او په دې لر كښې د نمل پوهنتون ??ثال د تقليد وړ دے چرته چې 90 فيصده بې وسه ځوانان په سكالرشپس زده كړې كوي چې پكښې 95 فيصده ته د سند ترلاسه كولو نه پس روزګار ترلاسه كېږي