اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د سلطنت عمان د اوقاف او مذهبي چ??رو ووزير شيخ عبداﷲ بن محمد بن عبداﷲ السالمي په دوه ورځنۍ دوره پاکستان ته رارسيدلې۔ د مذهبي چ??رو وزارت له مخې د مذهبي چ??رو وزير پير نور الحق قادري او ايډېشنل سيکتر محمد داؤد باؤيچ په نور خان ايئر بېس د هغه او د هغه د پلاوي هركلې وكړو۔ د عمان د مذهبي چ??رو وزير به پاکستان كښې د خپلې دورې په مهال د اولس مشر ، وزيراعظم او سېنېټ چيئرمېن سره ملاقاتونه كوي۔ شيخ عبداﷲ بن محمد به د مذهبي چ??رو او بين المذاهب همغږۍ وزارتِ د سيورې لاندې ” اسلام?? فوبيا په ضد د اسلامي نړۍ مرستې ته په وده وركولو ” په سرخط کنفرنس كښې د ميلمه پھ حيث ګډون كوي۔ د عمان د مذهبي چ??رو او اوقاف وزير دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكو اړيكو ته وده ترلاسه شي