اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان او ??ين د دو??تۍ په هر ازمېښت كښې برې موندې ٬ پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دو??ړو هېوادونو اړيكې د سيمه ايز امن او سلامتيا ضامن دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د جمعي په و??ځ پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ سره ملاقات كښې كړې ۔ اولس مشړ ووئيل سي پېك د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې علامت دے او دا به د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو كښې مهم كردار لوبوي او د دې بشپړېدو سره به پاكستان ته د توان٬ صنعت او د انفراسټركچر په څانګو كښې بشپړه صلاحيت پكار راوستو له مرسته ترلاسه شي۔ اولس مشر ووئيل چين زمونږ په بنيادي قامې مفاداتو پحقله تل پاكستان سره ولاړ وي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په خاص توګه د كشمير په مسئله د پاكستان په ملاتړ كولو د چين ستائنه وكړه