اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير اعجاز احمد شاہ وئيلي دي په مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د جارحیت ، ظلم او بربریت 6 مياشتې وشوې، د مودی سرکار شدت خوښې مخ ټولې نړۍ ته پھ ډاګه شوې ، پاکستان ت?? اوسه په هر فورم د کشمیریانو لپاره غږ پورته كړې ، مونږ پھ هيڅ صورت ?? خپل مؤقف څخه نه په شا كېږو،مونږ يو امناكه قام يو، زمونږ امن خوښي دې كمزوري اونه ګڼلې شي، مونږ ?? خپلې خاورې په دفاع کولو پوهېږو او د هر ډول بهرنو خ??رو مخنيوي صلاحیت لرو۔ د كورنيو چارو وزارت جاری شوې بيان له مخې د یوم یکجهتی کشمیر په موقع خاص پیغام كښې ده ووئيل مونږ يو امناكه قام يو او حق لپاره د غږ پورته كولو شعور لرو خو د دې دا مطلب نه دے چې زمونږ امن خوښي زمونږ کمزوری اوګڼلې شي، مونږ خپله دفاع كولې شوو او د هر ډول بهرنو خ??رو مخنيوي صلاحیت لرو۔ده ووئيل د مودی غیر ذمه واره بیانونه د دې خبرې دلیل دے چې هغه د يو شدت خوښې سوچ مالك دے۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د کشمیریانو لپاره په هر ځائ?? غږ پورته كړې او هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې هم دغه پیغام وركړې چې بايد کشمیریانو ته ?? خپلواكۍ حق ترلاسه شياو هغه دا مهال په نړيواله كچه د کشمیر سفیر دے ۔ده ووئيل مودی سرکار او د هند عسكر د کشمیر سيمه كښې د حیوانیت آخری درجې ته رسيدلې۔ ده ووئيل پاکستان په نړيواله كچه د دې مسئلې په ضد او د هغې حل لپاره غږ پورته كړې۔د كورنيو چارو وزیر ووئيل د کشمیر مسئلې حل د سيمې امن لپاره ضروري دے، کشمیر زمونږ شه رګ دے او د دې مسئلې حل نه غير د پاك۔هند اړيكو كښې ښه والې ممكن نه دے۔