اسلام آباد 23 اګست (اے پي پ??)كم پرمختلليو سيمو لپاره د سېنېټ فنكشنل كمېټۍ د مسائلو كورېج په حاجت زور راوړولو سره قامي خبر رسنې ادارې اے پي پ?? ته ګوادر او فاټا كښې د بيورو دفترو جوړولو سپارښتنه كړې ده ٬ د سناتور محمد عثمان ??اكړ په مشرۍ كښې د سېنېټ پرمختللي سيمو لپاره د فنكشنل كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د اے پي پ?? منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او ايګزېكټيو ډائرېكټر سهيل علي خان تفصيلي بريفنګ و??كړ??۔كمېټي د هېواد لرو سيمو نيوز كورېج باوري كولو له د اے پي پ?? بنيادي اډانې او د خبرونو ترلاسه كولو نظام او د ذيلي نمائندګانو نېټ ورك په اړه خبر كړې شوه۔ غونډه كښې سناتور مير كبير احمد٬خالده پروين٬جهانزېب جمالديني٬محمد اعظم خان ??وسٰی خيل ګډون وكړو۔كمېټۍ په ټول هېواد كښې د قامي او ځايې اېشوز كورېج په اړه د اے پي پ?? كاركردګي ستائېلو سره فاټا او بلوچستان ??ښې اولس ته د پیښو مسئلو رامخې ته كولو له د خاص رپورټس او ډاكومنټريز جوړولو په حاجت زور راوړو۔د اے پي پ?? منيجنګ ډائرېكټر باور وكړو چې د فنډ شتووالي پ?? صورت به د كمېټۍ په سفارشاتو عملدرآمد كولې شي ځكه چې اے پي پ?? وړاندې څخه مالياتې ستونزو سره مخ ده۔د بلوچستان ??ه ټولو ضلعو كښې د نورو نمائندګانو په ځائ كولو سپارښتنې سره كمېټۍ باور و??كړ?? چې د اے پي پ?? مالياتي حاجت به تر سره كولې شي دغسې چې د هېواد كم پرمختللي سيمو كښې خپل نېټ ورك ته پراختيا وركړې شي۔د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل ناصر جمال هم د اطلاعات٬خپرونو و او قامي ورثې وزارت نمائندګۍ كولو سره كمېټۍ له په دې سفارشاتو د عملدرآمد باور و??كړ??۔د كمېټۍ چيئرمېن عثمان ??اكړ دا سپاترښتنه هم وكړه بايد اے پي پ?? ټولو سياسي ګوندونو له كورېج وركولو سره سره د بلوچستان او فاتا اولس ته د پېښو مسئلو په اړه خاص راپور او ډاكومينټريز ج??ړ كړي۔ده ووئيل كم پرمختللي سيمې د هېواد د مجموعې سيمې 71 فيصده دي بايد د هغوي مسئلې رامخې ته كړې شي۔دغسې ادارې ته د كوئټې څخه د پښتو سروس پېل كولو لپاره هم ووئيلې شول۔كمېټۍ د اے پي پ?? په انتظاميه زور راوړو چې بلوچستان سره تعلق لرونكو د خپلو ټولو ملازمانو ډوميسائل تصديق كړئ۔د اے پي پ?? اېم ډي كمېټۍ ته ووئيل د دې نه وړاندې د كمېټۍ د پوښتنې په رڼا كښې دا عمل وړاندې نه پېل كړې شوې او په بشپړېدو به راپور وړاندې كولې شي۔ده كمېټۍ ته ووئيل د بلوچستان جالي ډوميسائل لرونكو ملازمانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔كمېټي د اے پي پ?? بورډ آف ډائرېكټرز جوړولو په اره هم خبر كړې شوه۔د كمېټۍ غړو دا خواهش څرګند كړو بايد بورډ آف ډائرېكټرز كښې خېبرپښتونخوا او بلوچستان ??ه هم نمائندګي وركړې شي