ګلګت۔09ستمبر (اے پی پی ) د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمن میانمار كښې د روهنګیا مسلمانانو په عامه وژنه او د مړو په شمېره كښې په پرله پسې زياتوالي د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو سره غوښتن?? كړې چې د ميانمار حكومت دې د دې پېښو پلټنې وكړي او د?? كښې د ككړو كسانو سخت احتساب كولو سره دې د زور ظلم او زياتي دې لړۍ مخنيوي له ګامونه پورت?? كړي۔ بلخوا ملګري ملتونه او يو اېن اېچ سي آر دې د مظلومو روهنګيا مسلمانانو مجرمانه نسلي كشي بندولو له د ميانمار په حكومت فشار واچوي۔ د اعلی وزير لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې د روهنګيا مسلمانانو د رحم ??ړ حالت د نړيوالۍ ورورولۍ ضمير له يو چېلنج دے۔