اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دې ?? 37 پارلماني غړو پحقله رامخې ته شوې دستاوېز جعلي دے٬ مونږ د دې پلټنې كوٶ چې د حكومت په نامه دستاوېز كښې چا جعلسازي كړې٬ مونږ د ميډيا په يوه برخه فشار نه اچول غواړو٬ د پېمرا قانون له مخې د دې ??علسازۍ پلټنې روانې دي٬ د كومو غړو نامې چې په دې فهرست كښې راغلې دي د ھغوي تشويش سم دے٬ د دوي د استحقاق تحريك دې نورې كاروائۍ لپاره اړوند كمېټۍ ته وسپارلې شي٬ دې ??قدام سره نه يوازې د ايوان بلكې د غړو هم بدنامې شوې ده۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ايوان د 37 غړو په ضد په يو نجي ټي وي چې??ل د تور لګولو نه خبر كړو چې په دې لړ كښې حقائق ??امخې ته كول ضروري دي٬ په ټي وي پروګرام كښې د دستاوېز ښودلو نه پس وزيراعظم هاٶس د آئي بي څخه د كالعدم تنظيمونو سره د ت??لق لرونكو غړو فهرست وغوښتلو٬ كل?? چې دا پروګرام وچلېدو نو په بله ورځ آئي بي د دې ??رديد وكړو چې دا ستاوېز جعلي دے٬ په دغه ورځ د كابينې غونډه وشوه او چې د كومو وزيرانو نامې په فهرست كښې شامل وې ھغوي دا معامله پورته كړه٬ مونږ ووئيل دا هېڅ حقيقت نه لري٬ د وزيراعظم هاٶس نه دا ډول كوم خط نه دې ??اري شوې او دې ??ره مو آئي بي ته ووئيل چې پېمرا ته ګيله وكړي چې دا جعلي دستاوېز دي او د يوې قامي ادارې او د خلقو بدنامولو هڅه ده۔وزيراعظم ووئيل حكومت موقف لري د استحقاق تحريك دې كمېټۍ ته ولېږلې شي دغسې چې كمېټي كاروائي وكړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د وزيراعظم لخوا په سپيناوي كولو مننه كوٶ٬ كه دا وضاحت شوې ٶ نو د وفاقي وزير لخوا دا معامله بيا ولې پورته كړې شوه