اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به په راتلونكو ټولټاكنو كښې د وړاندې نه زياتې چوكې ترلاسه كولو سره كاميابي ترلاسه كوي٬ د جمهوريت نه بغېر هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ بايد هره يو اداره په خپلو آئيني حدودو كښې پاتې كېدو سره كار وكړي٬ اوسني حكومت د برېښنا او ګاز بحران ختمولو سره د انفراسټركچر لوئې ??روژې ترسره كړې دي٬ امن او امان ئې بحال كړے٬ زمونږ مقابله هغو خلقو سره ده كوم چې په خپل دور كښې اولس ته ښودلو لپاره كومه پروژه نه لري خو زمونږ په پروژو تورونه لګوي او تنقيد كوي٬ د مشرف او زرداري په دوره كښې كومه لويه پروژه نه ده ترسره شوې٬ِ نواز شريف په خپل عمل سره ثابته كړې چې ﴿ن﴾ ليګ په هېواد كښې د شرافت٬ عزت او وقار سياست كوي٬ څوك چې په خپله څه نه شي كولې٬ هغه يوازې تورونه لګوي۔ ده دا خبرې په ناروال كښې د 16 اربه روپو په لګښت سره نارووال د سيالكوټ لاهور مو??روے سره د تړونكې څلور لين لوئې ??ارې د پروژې بنياد تيګې كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې مو??ع د كورنيو چارو وزير احسن اق??ال هم وېنا وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزيره مريم اورنګزېب٬ خواجه آصف او نور هم په دې مو??ع موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د هېواد د خدمت او عزت سياست د مسلم ليګ ﴿ن﴾ منشور دے۔ هم دا هغه طريقه ده په كومه چې محمد نواز شريف عمل كړے۔ ن ليګ په هېواد كښې د عزت او وقار سياست كوي۔ هغه د كنځلو٬ لعنت وئيلو سياست نه كوي۔ د شرافت او خدمت سياست كوي۔ ده ووئيل چې د 16 اربه روپو په لګښت سره د دې پروژې ګټه به د سيمې اولس ته ورسي۔ د نواز شريف يو بل لوظ مو??ږ پوره كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2013م كښې چې كله مو??ږ اق??دار سنبال كړو نو نواز شريف پرېكړه كړې وه چې هغه به د پروژو د بنياد تيګه نه ږدي بلكې د دې به پرانستې كوي۔ 8 مياشتې وشوې چې چوكې مې سنبال كړې او هره اونې ?? سلګونو اربونو روپو د پرورژو پرانسته كېږي۔ دا پروژې په اوسني دور كښې پېل شوې وې او ترسره كړې شوې۔ د دې نه علاوه د لسيزو څخه ځنډېدلې پروژې هم مو??ږ ترسره كړې۔ څومره پروژې چې اوسني حكومت پوره كړې٬ د تېرو 65 كلونو په مهال ئې ??ثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل چې د مشرف په 10 كلن او د زرداري په 5 كلن دور كښې يوه پروژه هم نه ده ترسره شوې۔ په هغه دور كښې هم وسائيل وو۔ ده ووئيل چې د سيالكوټ لاهور مو??روے وړاندې هم جوړېدې شوه خو ولې جوړه نه كړې شوه۔ وزيراعظم ووئيل چې زمونږ مقابله هغو خلقو سره ده كوم چې په خپل دور كښې اولس ته ښودلو لپاره كومه پروژه نه لري خو زمونږ په پروژو تورونه لګوي او تنقيد كوي۔ ده ووئيل چې منتخب حكومت به تر وروستې دقيقه خپله موده ترسره كوي٬ِ څوك دې دا نه وائي چې د پروژوه اعلان پري پول رګنګ دے٬ دا د پاكستان د اولس د ګټې په ضد خبره ده۔ ده ووئيل چې د مئي د 31مې نېټې د شپې تر 12 بجو پورې به كار كوو۔ د ټاكنو كميسون ته مې مشوره ده چې هغه دې په 60 ورځو كښې ټولټاكنې وكړي او په دې كښې دې كوم خنډ راتلو ته نه پرېږدي۔ د ډېرو خلقو خواهش دے چې ټولټاكنې ونه شي۔ د جولائي د 30مې نېټې نه وړاندې ټولټانكې كول آئيني ضرورت دے۔ وزيراعظم ووئيل چې اولس ته په راتلونكو څو مياشتو كښې لويه پرېكړه كول دي۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد د مسلم ليګ ﴿ن﴾ ووټران شرمنده او پرېشانه نه شي