اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د قامې خبر ر??نې ادارې اے پي پي د سوري لاندې د خبر ر??نيو ادارو په استازو په نړيوال كنفرنس (آئي سي اېن اے) كښې ګډون لپاره د بېلا بېلو هېوادونو څخه راتګ پېل شوے دے۔ كنفرن?? به په ديارلسم او څوارلسم مئي كښې كېږي دوه ورځني كنفرنس كښې د دولسو هېوادونو څخه پنځلس استازي رارسېدلي دي ٬ د كانفرنس سرخط “د پاكستان ميډيا ٬ موقعې او چېلنجونه” دے۔ د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك اسلام آباد ته په راتګ د كېلمنو هركلے وكړو او ھغوي سره ئې په خپلو خبرو كښې هيله څرګنده كړه چې كنفرنس په مهال ب?? د خبر ر??نيو ادارو ترمېنځه بامقصده مرستې ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل دا كفنرن?? به خبريالانو له نېغه په نيغه رابطو جوړولو له هم مرستياله وي۔د پاكستان 70مې سالګرې مناسبت سره كېدونكې د دې كنفرنس مقصد د هېواد تعميري تشخص رامخې ته كول او د خبر ر??نيو ادارو ترمېنځه د كار اشتراك ته وده وركول دي٬ تر اوسه د چين ٬ انډونيزيا٬ آزربائيجان٬ ايران ٬ روميانيه٬ اومان٬ بلغاريه ٬ تركيې ٬ لبنان٬ سوډان٬ تيونس او د سوريې څخه استازي رارسېدلې دي۔ دا كفنرن?? به نړۍ كښې د هېواد اعتدال خوښي تشخص رامخئ ته كولو له مرستياله وګرځي او دې سره به ګډون كوٶنكو ته د ميډيا په مېدان كښې په پېښو چېلنجونو غور كولو او د تګلارې موقعې ترلاسه شي٬ د ډيجيټل كميونكيشن په دې دور كښې قامي خبر ر??نيو ادارو كردار اهميت اختيار كړې ځكه چې كوم هم قام د عالمګيريت چېلنجونو مخنيوي له جلا جلا نشي پاتې كېدې۔ كنفرنس كښې به د پاك چين اقتصادي لارې (سي پېك) ميډيا رابطو٬ خبر ر??نيو ادارو ته د سباٶن چېلنجو??و او ډيجيټل دور كښې د خبر ر??نيو ادارو په كردار او د شريكې مرستې په سرخطونو مهمې ناستې كېږي۔ په بېلا بېلو څانګو كښې مركزي كردار ترسره كوٶنكيې به په دې مهمو سرخطونو د خيالانو څرګندونه كوي۔ خارجي استازي به د پاكستان د امن هلو حلو څكه خبرولې شي چې څنګه پاكستان د ترهګرۍ په چېلنج قابو موندلې دے ۔